.jpg)
روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، دوحه کې د سولې بين الافغاني خبرو په جريان کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب وايي چې دوی داسې استخباراتي مالومات رسېدلي دي، چې طاابان د سولې ادارد نه لري.
نوموړي چې په دې وروستيو کې ولايتي سفرونه کړي او نن ورځ يې کابل کې د ملي پوځ قول اردو کې وينا کوله ويلي دي، چې که چېرې طالبان جګړه پيلوي نو افغان امنيتي ځواکونه يې هم پر وړاندې چموتالی لري.
محمب ويلي چې حکومت د طالبانو بنديان ورخوشي او د سولې لپاره يې د مصالحې عالي شورا جوړه کړه، خو طالبانو جګړه تېزه کړې ده. د محب په خبره چې طالبانو راتلونکي کال کې د جګړې لپاره تياری نيسي.