
روهي (یوه نۍ/۵ د سلواغې)، په روسیه کې د حکومت د سیاسي مخالف مشر الکسي ناوالني د نیول کیدو پر ضد پراخو اعتراضونو کې زرګونه کسان نیول شوې دي.
نړیوالو خبري رسنیو یوازې په مسکو کې د اعتراض کونکو شمېر نژدې څلوېښت زره کسان یاد کړي خو په ټوله روسیه کې د اعتراض کوونکو شمېر بیا تر سل زرو زیات ښودل شوی دی.
الکسي نوالنې شپږ میاشتې د مرګوني مسمومیت له امله په جرمني کې تر درملنې لاندې و، نوموړی د جنوری په ۱۷مه روسیې ته د بېرته ستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونېول شو.
اوس د نوموړي د نیول کیدو په غبرګون کې په روسیه کې پراخ لاریونونه روان دي او ګڼ خلک د حکومت لخوا په دې اعتراضونو کې د ګډون له امله نیول شوې دي.