میدان ښار کې د یولک او ۱۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کرونا تشخیص لابراتوار پرانیستل شو

روهي ( یوه نۍ/  ۵ د سلواغې )،د یو لک او لس زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کرونا د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو چې ګاونډي ولایتونه هم کولی شي خپل د کرونا ناروغانو ټسټ دلته ترسره کړي.
 
د میدان وردګو ولایت مقام مسولین وایي په مرکز میدانښار (۳۰) بستریز کرونا روغتون کې د کرونا د تشخیص لابراتوار داسې مهال پرانیستل شو چې په دې ولایت کې د کرونا (۱۰۰) بستریز روغتون د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي.
 
د میدان وردګو والي الحاج عبدالرحمن طارق د روغتيايي کارکوونکو څخه د مننې تر څنګ ویلي د خوښۍ ځای دی په روغتيا برخه کې د پرمختګ شاهدان یو، له ولسونو څخه يې وغوښتل د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړي د ځان او نورو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي.