قيصاري عطا محمد نور او فرهاد عظيمي ته: په سندونو يې درته ثبوت کوم چې بلخ مو ناامنه کړی او اختطاف کې لاس لری

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان نظام الدين قيصاري وايي چې داسې سندونه لري چې د بلخ ولايت په ناامنۍ او جنايي پېښو کې د عطا محمد نور او د بلخ اوسني والي فرهاد عظيمي کسان لاس لري. 

نوموړي په يو وېډيويي پيغام کې ويلي دی چې ياد کسان د ده پر وړاندې دسېسې جوړوي خو په ورته وخت کې يې خبرداری ورکړی دی چې دی د چا زور ته نه تسلميږي او پر وړاندې يې جنګېدای شي. 

نظا الدين قيصاري ياد کسان تورن کړي دي چې کله حکومت ننګوي او کله په نورو دسېسو کې خپلې شخصي ګټې پالي. د نوموړي په وينا چې دی له سلو ډېر داسې سندونه لري چې د بلخ ناامنه کوونکي کسان په ګوته کوي. 

له دې وړاندې د بلخ والي فرهاد عظيمي ويلي وو، چې دوی د امنيتي ميثاق په چوکاټ کې له قيصاري ژمن ليک اخېستی چې په دولتي چارو کې به لاس وهنه نه کوي او که چېرې يې بيا هم لاس وهنه وکړه نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.