د امريکا په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره، تورپوستی (لویډ آستین) د دغه هېواد د دفاع وزير وټاکل شو 

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، د جوبايډن په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو نوي حکومت تورپوستی لویډ آستین د دغه هېواد دفاع وزير ټاکل دی. لویډ آستین کالونو د امريکا متحدو ايآلتو پوځ کې دندې تر سره کړې دي. 

لویډ آستین په خټه افريقايی دی. نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي چې دا ورته د وياړ ځای دی چې د متحدو ايالتو د ۳۸ دفاع وزير په توګه ټاکل کيږي. لویډ آستین ويلي  چې د امريکا په تاريخ کې دی لومړی افريقایی - امريکايی دی چې دغه پوسټ ته ټاکل کيږي. 

دغه ۶۷ افريقايی اصله امريکايي ته په افغانستان، عراق، يمن، سوريه او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې د متحدو ايالتو د پوځي ماموريتونو سمبالول هم ورسپارل شوي دي. 

له دې وړاندې بارک اوباما د امريکا په تاريخ کې لومړنی تورپوستی ولسمشر وو، چې د دوه دورې د متحدو ايالتو ولسمشر پاتې شوی وو.