د نړۍ مشهور ویاند هغه چې ۵۰ زره مرکې یې ترسره کړې د ۸۷ کالونو په عمر ومړ

روهي (یوه نۍ/۵ د مرغومي)،  د نړۍ نوم وتی ویاند او تلویزیوني څیره هغه چې د خپل مسلک پرمهال یې ۵۰ زره مرکې ترسره کړې لېرې کېنګ، د ۸۷ کالو په عمر ومړ. 

 کېنګ چې له ولسمشرانو نیولې تر مهمو سیاستوالو او ګڼو مشهورو څېرو سره د خپلو مرکو پرمهال د نړۍ په کچه له خورا شهرت برخمند و ویل کیږي، چې روانه میاشت د کووېډـ۱۹ په ناروغۍ اخته و.

نوموړي چې شپېته کاله یې د ژورنالېزم په ډګر کې تېر کړل په دې دوره کې یې ۵۰ زره بېلابېلې مرکې ترسره کړې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د خپلې راډیویي خپرونې له کبله شهرت وموند او ۲۵ کاله د سي اېن اېن تلویزیونې شبکې (ده لېري کېنګ) خپرونې ویاند و.

لېري کینګ د امریکا متحده ایالاتو اوسیدونکی و او په خپل هېواد کې یې د ژورنالېزم په برخه کې د ګڼو نړیوالو مشهورو رسنیو سره خبریال پاتې شوی؛ د ډاکټر په وینا چې هغه په وروستیو کې د زړه ناروغۍ ترڅنګ په ځینو نورو ناروغیو اخته شوی و.