ننګرهار کې د کرنې،مالدارۍ  په برخه کې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګول شوي

روهي ( یوه نۍ/  ۵ د سلواغې )، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د یوې پلاوې په مشری د ننګرهار په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وضعیت د ارزونې او په دې ولایت کې د پلي شویو پروژو د پرانیستې او د یوشمېر نویو پروژو د کار د پیل په پار د ننګرهار ولایت ته ورسېد.
 
 د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وایي چې احدي ننګرهار ولایت ته په رسېدو د خپل مل پلاوې سره لوم ړی د ننګرهار والي  ضیاءالحق امرخېل سره لیدلی.
 
انوارالحق احدي په دې لیدنه کې وویل، چې دکرنې وزارت په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د ننګرهار ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې څه باندې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولی دی.

په همدې حال د ننګرهار والي یاد ولایت ته د کرنې وزیر د سفر هرکلۍ وکړ او وویل، چې د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت په بېلابېلو کرنیزو برخو کې پروژې پلي کړي او ښې لاسته راوړنې لري.