ملګري ملتونه خپلو کارکوونکو ته: په هېڅ داسې الوتکه کې سفر مه کوئ چې د پاکستان اړوند وي 

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، ملګري ملتونو له خپلو ټولو کارمندانو غوښتي دي چې  د نړۍ په هره برخه کې په هغه الوتکو کې له سفر کولو ډډه وکړي، چې د پاکستان اړوند دي. ملګرو ملتونو دغه خبر د خپلو کارمندانو د خونديتوب لپاره ورکړی دی. 

د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړی دی، چې پاکستاني هوايي کرښې بې وړتيا او پېلوټان يې د جعلي سندونو لرونکي پېژندل شوي دي. 

دغه  پرېکړه ته په غبرګون کې د پاکستان حکومت مخالفې سياستوالې مريم نواز ويلي دي چې دا د پاکستان لپاره شرم دی او د پاکستان په تاريخ کې د عمران خان په څېر بې کفايته اداره نه ده رامنځ ته شوې.