افغانستان له پاکستان غوښتي چې طالبان دې په عملي توګه اوربند ته وهڅوي

روهي (یوه نۍ/۵ د مرغومي)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستان غوښتي چې طالبان دې په عملي توګه اوربند ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یادې څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي له څرګندونو وروسته کړې چې ویلې یې و د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن باید د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي او له دغه هېواده د ځواکونو د وتلو پروسه دې هم نه دروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې موخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالبانو یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات کړی او په دې توګه غواړي د سولې خبرو خلاف خنډونه ایجاد کړي او له پاکستان او نورو نړیوالو شریکانو یې غوښتي چې باید طالبان دې ته هم وهڅوي چې له ترهګرو سره اړیکې وشلوي.