
ژوند کوم د لېونو غوندې بې تابه
ستا تصویر به آينې راوړي ګلابه
جام کې ستا ښکلا څه بل شان محسوسيږي
چې را پورته کړم غزل د خيال له قابه
سپېنو لېچو دې بنګړي په زګيروي کړي
بس چې ما يادوې تل په ويښه خوابه
ګواښ دې څومره عجيبه وه چې ما وژنې
زلفې څنډ وهه د وږم له سيمابه
ليونی به شې په ځان دې ظلم مه کړه
ته يو څاڅکی يې بارانه له دريابه