زما ملنګه ياره

زما د کور ښاپيرۍ
د رواجو قربانۍ
ته يې دعلم ډېوه
د ښايستونو سپوږمۍ

ته مې پوره ايمان يې
ته مې د زړه ارمان يې
په تا ودان ښکاريږم
ته مې باران باران يې

راشه هر ګل و سپېړه
چې داجهان ګلزار شي
ددغې خاورې خلک
پر اسمانو په کارشي

ستا د قلم تر څوکې
ټول وسله وال قربان شي
ورکړه د مينې يو درس
چې هغوی ټول انسان شي

چې بيا څوک ونه وژني
دمکتب زنګ وچت شي
مينه يې راشي په زړه
د زړونو زنګ وچت شي

چې نه وي ستونزه تاته
نه په مکتب نه په لار
چې خپلې کورته راځې 
ښه په ارامه له کار

اوس هم شاباس وي په تا
په دې حالاتو ورځې
څه ګلالي ماشومان
د زړه په وينو پالې

سره له دومره بوختيا
ته ښوونځي ته هم ځې
ددغې خاورې بچي
څومره په مينه روزې

زما ګلرنګه ياره
اې غنم رنګه ياره
ستا لوپټې نه قربان
زما ملنګه ياره

ستا حوصلې ته سلام
ستا ارادې ته سلام
ته يې د مينې سمبول
ستا عاطفې ته سلام

په لاره ځم ټوله شرنګيږم
ستا د توهمت ځنځير په غاړه ګرځومه