طالبانو امریکا ته په غبرګون کې ویلې چې هوکړې ته دې خپله ژمنیتا وښیي

روهي (یوه نۍ/۵ د سلواغې)، له هغه وروسته چې امریکا له طالبانو سره د شوې هوکړې له ارزلو خبرداری ورکړی اوس طالبان وایي، چې یادې هوکړې ته ژمن خو پکار ده چې امریکا خپله ژمنتیا وښيي. 

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار هغه څرګندونو ته چې ویلې یې و له طالبانو سره به د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت شوې هوکړه وارزوي په غبرګون کې ویلي چې دوی هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم دا تمه لري چې دغه هوکړې ته ژمن پاتې شي. 

د بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ویلي وو، چې دوی به ددوحې پر هوکړه له سره کتنه کوي او دا به ارزوي چې طالبان څومره دې هوکړې ته ژمن و او ددې هوکړې مواد یې څومره عملي کړي دي.

 افغان حکومت بیا وایي چې طالبانو هوکړې ته هېڅ راز ژمنتیا نه ده ښودلې، تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی، جګړې یې شدیدې کړې دي او د سولې په بهیر کې خنډونه جوړوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار له دې ورځې وړاندې هم ویلې و، چې امریکا به له طالبانو سره شوې هوکړه وارزوي.