کابل د 15 کالنو د زون سیالۍ اتلوالي وګټله

روهي (یوه نۍ/۵ د سلواغې)، د کابل پۀ مرکزي زون غازي لوبغالي کې د 15 کالنو فوټبال سیالۍ چې یوه اوونۍ مخکې د کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، بامیان او پنجشیر لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدارسیون لخوا پۀ لاره اچول شوې وې، د کوربه کابل لوبډلې پۀ اتلوالۍ پای تۀ ورسیدې.

د دغه سیالیو وروستۍ لوبه د پروان او کابل ترمنځ ترسره شوه چې د 1 - 0 پۀ پایلې سره د کابل پۀ ګټه پای تۀ ورسیده ، چې پدې سره د یادو سیالیو قهرماني د کابل لوبډلې پۀ 15 امتیازونو سره او نایب قهرماني بیا د پروان لوبډلې پۀ 9 امتیازونو سره پۀ خپل نوم کړه.

د پروان لوبډلې لوبغاړی بلال د دغه سیالیو د غوره لوبغاړی شو، د کابل لوبډلې لوبغاړی  فردوس خیدري چې 8 ګول وهنې یې ترسره کړې وې د یادو سیالیو د غوره ګولزن جایزه ترلاسه کړه. د غوره ګول ساتوونکي جایزه بیا د کابل لوبډلې ګول ساتوونکي بشیراحمد ترلاسه کړه او د جوان مردانه لوبډلې جابزه بیا د کاپیسل لوبډلې ته ورکړل شوه.