روهي ( نۍ/ ۴ د سلواغې )، د ولسمشر غني د تازه فرمان له مخې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه او پر ځای یې خالد پاینده سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې ولسمشر ته نږدې کسانو وخت ناوخت د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله چې دا مسئله د ارغندیوال له غبرګون سره مخ کېدله او له دې چارو سره یې مخالفت کاوه.
ددې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته لیږلي پیغام کې ویلي چې دندې ته یې استعفا ورکړي خو لامل یې نه دی روښانه کړی.
د ملي امنیت پخواني ریس رخمت الله نبیل په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې محترم ارغنديوال صاحب! "د هماغه اوله سره څخه ستاسو ځای په دی حلقه کی نه وو. دا چي په ګنډلی ګریوان تری را خلاص شوی مبارکی درته وایم."
ارغندیوال د یادې پریکړې غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.
وروستي