د پاکستان پوځ: امريکا ډاډ راکړی چې د افغانستان د سولې خبرو کې ستاسې ځای د تېر په څېر پاتې کيږي 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه تېره ورځ اسلام اباد کې د متحدو ايالتو له سرپرست شارژدافير لېسلي ويګوري سره کتلي  دي. دغه ناسته کې د پاکستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د سولې پر بهير خبرې شوې دي. 

د پاکستان د پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې د امريکا د حکومت په استازېتوب شارژدافېر لېسلي ويګوري جنرال باجوه ته ډاډ ورکړی دی چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا نوی حکومت به د افغانستان د سولې بهير کې د پاکستان رول د تېر په څېر وساتي او همکارۍ ته يې اړتيا ده. 

 خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د امريکا متحدو ايالتو شاژدافېر د افغانستان د سولې برخه کې د پاکستان د هڅو او کړنو ستاينه کړې ده. افغان حکومت هم د سولې برخه کې د پاکستان رول اغېزمن يادوي خو په وينا چې پاکستان په خپلو کړنو کې رېښتنی نه دی.