تېر کې يې څه کړي او څه يې په ميراث پرېښودلي؛ دوه اوونۍ وروسته ټرمپ استیضاح کيږي 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې فېبرورۍ مياشتې په شپږمه نېټه د امريکا متحدو ايالتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د کنګرس له خوا وپوښتل يا استیضاح شي. 

ټرمپ ته دوه اوونۍ وخت ورکړی شوی دی چې د ځان لپاره حقوقي سندونه برابر او همدا ډول د ځان لپاره د مدافع وکيلان ونېسي. د نورو چارو وراېخوا به له پخواني ولسمشر دا هم پوښتنې هم وشي، چې د خپلې واکمنۍ پر وروستيو کې يې د امريکا پر کنګرس ودانۍ قهرجن لاريون کوي بريد ته وهڅول. 

د کنګرس د ولسمشر استیضاح تر ډېره د ولسمشر د کاري دورې پر مهال کيږي، خو ټرمپ لومړنۍ ولسمشر دی چې له واکه د لېرې کېدو وروسته هم استیضاح کيږي. 

ټرمپ د امريکا د متحدو ايالتو دا ځلي ټاکنې جنجالي کړې، د نورو غبرګونونو وراېخوا، ټوېټر، يوټيوب او فېسبوک هم د نوموړي حسابونه د لنډ وخت او ځينو يې د تل لپاره ور بند کړل.