د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې  د ارغنديوال د ګوښه کېدو لاملونه په ګوته کړي 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو فرمان پر بنسټ عبدالهادي ارغنديوال د ماليې وزارت له مقام ګوښه کړ. د ولسمشر د يو بل فرمان پر اساس احمد خالد پاينده د ياد وزارت چار سمبال وزير ټاکل شوی دی. 

د ماليې وزارت د عوايد په راټولو کې نغاړي، ماليې وزارت کې د غير قانوني ټاکنې د څېړنې له پلاوي د کار مخه نېول او نه همکاري، کمزوری مديريت، د ښې حکومتوالۍ اصولو ته نه ژمنتيا او د اساسي قانون د ۷۷ مې مادې تر پښو لاندې کول؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د عبدالهادي ارغنديوال د ګوښه کېدو لاملونه ښوودلي دي. 

عبدالهادي ارغنديوال څو مياشتې وړاندې د ماليې وزارت سرپرست وزير ټاکل شوی وو چې له ولسي جرګې يې هم د ماليې وزير په توګه د باور رايې تر لاسه کړې وې. 

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني  د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني هم د يو فرمان پر اساس له دندې ګوښه کړ.