له حمدالله محب سره د جوبايډن د ملي امنيت سلاکار خبرې: د طالبانو او امريکا ترمنځ شوې هوکړه له سره مطالعه کوو 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب د متحدو ايالتو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان سره ټېلفوني خبرې کړې دي. 

ياده ټېلفوني اړيکه کې جیک سالیوان محب ته ويلي دي، چې د متحدو ايالتو حکومت به د امريکا او طالبانو ترمنځ د فيبرورۍ د دوحې هوکړه په اړه له سره غور وکړي.

له نورو ډلو سره د طالبانو د اړيکو غوڅېدل، د بين الافغاني خبرو يو پايله لرونکی بهير او د تاوتريخوالي کمول، د جیک سالیوان په وينا د دوی د بيا غور او بيا کتنې ټکي دي. 

د جوبايډن د ملي امنيت سلاکار ويلي دي چې د امريکا نوی حکومت په دې ټېنګار کوي چې د دپلوماسۍ له لارې  افغان حکومت او طالبان يو سياسي حل ته سره ورسيږي او همدا ډول افغانستان کې يو تل پاتې اوربند رامنځ ته شي. 

نوموړي د سولې روان بهير ملاتړ کړی او ويلي  دي چې د امريکا حکومت د سولې بهير کې د افغان ښځو، لږکيو او نورو د حقوقو او لاس ته راوړنو په ساتل کېدو ټېنګار کوي.