سي اِن اِن: خليلزاد پر خپل ځای پاتې کيږي؛ د جوبايډن حکومت  کې به هم دی د افغانستان لپاره د امريکا استازی وي 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، سي اِن اِن رسنۍ د درېيو باوري امريکايي سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د متحدو ايالتو د نوي حکومت په چوکاټ کې به هم زلمی خليلزاد د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وي. 

زلمی خليلزاد چې افغانستان کې د واشنګتن سفير هم پاتې شوی، دوه کاله وړاندې د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو. نوموړي تېر کال فېبروري مياشت کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسليک کړه. 

سي اِن اِن دا هم لېکلي دي، چې پر خپل ځای د زلمي خليلزاد پاتې کېدل دا په ګوته کوي چې د بايدڼ حکومت د ولسمشر ټرمپ په وخت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې شوې هوکړې ته ژمن دی او هغه به وړاندې يوسي. 

له دې وړاندې داسې ويل کېدل چې واک ته د جوبايډن په رسېدو سره  به د افغانستان د سولې بهير ژور اغېزمن شي. شونتيا داسې وه چې جوبايډن د امريکا او طالبانو ترمنځ پر شوي تړون له سره کتنه وکړي. 

که څه هم تر اوسه په رسمي ډول د افغانستان د سولې په اړه د جوبايډن دريځ او پالېسي څرګنده شوې نه ده، خو تمه دا ده چې نوموړی به هم د دپلوماسۍ له لارې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړي.