د ګلبدين حکمتيار ادعا او د ملکي هوايي چلند ادارې غبرګون 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکميتار تېره ورځ ويلي چې د حامدکرزي په نړيوال هوايي دګر کې الوتکې پرته له نوم او نښانه ښکته او پورته کيږي؛ د سرزو او پيسو قاچاق په کې کيږي. 

حکمتيار ويلي دي چې هغه مهال چې يادې الوتکې الوتنې کوي، نو د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د ملي امنيتي کسانو غوښنل کيږي چې سيمه خوشي کړي. د نوموړي په وينا يادې الوتکې د ځانګړو ځواکونو له خوا ملاتړ کيږي. 

ګلبدين حکمتيار له ولسي جرګې غوښتي دي چې ياده موضوع دې وڅېړي. 

د نوموړي د پورته ادعاو په اړه د افغانستان د هوايي ملکي الوتنو ادارې غبرګون ښوودلی دی او يادې ادعاوې يې رد کړې دي. د ملکي هوايي چلند ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې هېڅ کومې بې نومه او نښانه الوتکې ناسته او الوتنه نه ده کړې.