د افغان حکومت مرکچي ډله وایي طالبانو ته یې خپل وړاندیزونه سپارلي  خو طالبانو لا هم ځواب نه دی ورکړی

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ نږدې دوه اونۍ د خبرو له دویم پړاو اوړي خو لا هم د پرمختګ کوم څرک نشته.

د افغان حکومت مرکچي پلاوو تازه د خبرو د ځنډ په اړه ویلې، چې دوی له خپله اړخه مقابل طرف ته وړاندیزونه سپارلي خو چې د طالبانو اړخ تر اوسه په دې تړاو چوپ دی چې دا له افغانانو د قربانۍ اخیستو دوام دی.

بلخوا د افغان حکومت مرکچي ډلې ددې وروستیو څرګندونو په تړاو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي، چې مقابل لوري یې تر دا مهاله د اجنډا لپاره خپل موضوعات نه دي ور سپارلي خو له دې وړاندې یې د خبرو ځنډ خپل منځي مشورې بللې وې.