هېواد کې د کرونا وبا ۷۶ تازه پېښې ثبت شوې دي

روهي (جمعه/۳ د سلواغې)، روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا۷۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۴۵۵۹ ته ورسېد. 

تازه پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندوز، کاپيسا، هلمند، کونړ، غور او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۵ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا وبا د بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۶۹۱۲ ته ورسېد. 

د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله درې کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٣٧۳ ته ورسېد.