روهي (جمعه/۳ د سلواغې)، واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په خپلې يوې تازه مقالې کې لېکلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل واک د دورې په څلورو کالونو کې له ۳۰ زره زيات دروغ او نه شونې خبرې کړې دي.
يادې ورځپاڼې لېکلي دي چې د امريکا د اقتصادي ځواک لوړول هغه موضوع ده چې ټرمپ په لسګونه ځلې ياده کړې خو عمل يې پرې نه ده کړی. ټرمپ ژمنې کړې وې چې د امريکا متحدو ايالتو اقتصاد به له تېر ډېر ښه کړو، خو دغه ژمنه پلې نه شوه.
د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دروغو ډېره سلنه د ټاکنو په لومړي او دويم کمپاپن کې ښوودلې شوې ده. ۲۰۱۶ کال کې د ټرمپ ژمنې چې واک ته په رسېدو سره يې پلې نه کړې د دورغ ستره برخه جوړوي.
همدا ډول ټرمپ د جوبايډن سره د ټاکنيزې مبارزې پر مهال دروغ ويلي او د ټاکنو له تر سره کېدو وروسته د نوموړې هغه ادعاوې چې ټاکنو کې درغلۍ شوې او ده ټاکنې ګټلي دي، د نوموړي د ادعاوو او دروغو ثبتونه ښوودل شوي دي.
د يادونې ده چې ټرمپ دوه ورځ وړاندې سپينه ماڼۍ پرېښوده خو تر اخيره يې په دې خبرې ټېنګار کولو، چې ټاکنو کې درغلۍ شوې او رېښتنې رايې ده ګټلې وې.
وروستي