د ولسمشر غني بيا ځلي ټېنګار: زما ځایناستی به د افغان ولس د ارادې پر بنسټ انتخابېږي

روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمداشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماسپښین د دغه ولایت له علماو او روحانیونو سره وکتل. 

ولسمشر غني د هرات ديني عالمانو سره د سولې په اړه خپلو خبرو کې ويلي دي، چې سوله الهي امر دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت په هیواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل ښه نیت ثابت کړی او ملت تلپاتې او باعزته سوله غواړي.

نوموړي يو ځل بيا پر دې ټېنګار کړی دی چې د ده ځای ناستی به د ټاکنو له لارې ټاکل کيږي. ولسمشر زياته کړې، خلکو د مذاکراتو لار پرانیسته او جمهوریت داسې یو جوړښت دی چې تنازل او بښنه په کې موجود دی. زه د افغانستان د خلکو خادم یم او زما ځایناستی به د افغان ولس د ارادې پر بنسټ انتخابېږي.

محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې د علمای کرامو اجماع وستایله او له دوی یې وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو د پیاوړتیا په موخه خپله طرحه وړاندې کړي.