طالبان وايي پر اعدام محکوم ټول زندانيان پنځه زره کسيز نوملړ کې خوشي شول؛ که بيا هم د طالب بنديانو د اعدام د هڅه وشي؛ سوله بهير به سخته ضربه وګوري

روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هغه څرګندنو ته چې د طالب بنديانو د د اعدام يې ويلي وو، غبرګون ښوودلی. 

رسنيو د طالب سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې ټول هغه بنديان چې د افغانستان د سترې محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي وو، د طالب بنديانو په پنځه زره کسيز نوملړ کې ازاد شوي دي. 

د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ اوس مهال افغان حکومت سره د طالبانو داسې کوم بندي شتون نه لري چې په اعدام محکوم شوی وي. دا خبرداری هم ورکړل شوی دی، چې که چېرې حکومت د کوم طالب بندي د اعدام هڅه وکړي نو د سولې روان بهير به سخت زيانمن کړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال دوه ځلې په دې خبرې ټېنګار کړی، چې د وضعيت د ښه کېدو لپاره بايد هغه طالب بنديان اعدام شي، چې حکومت سره بنديان دي.