
روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ د امریکا متحدو ایالاتو نوي ولسمشر جوبایډن ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ، له ده غوښتي دي چې د افغانستان د سولې بهير په اړه جدي وسي.
محسن دوړ پر خپل ټوېټر اکونټ لېکلي دي، چې افغانان له لسيزو پر يوې تپل شوې جګړې کې دي او نسلونه يې د نورو د ګټو جګړه کې قرباني کيږي.
محسن دوړ وړاندې زياته کړې ده چې د افغانستان جګړه چې د سترو هېوادونو د ګټو جګړه ده، پای ته د رسېدو لپاره يې بايد هڅې وشي.