بایډن په لومړۍ کاري ورځ د ۱۵ فرمانونو صادرولو سره د ټرمپ ځینې اقدامات لغوه کړي

روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته په خپله لومړۍ کاري ورځ ۱۵ فرمانونه صادر کړي.

جوبایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ د مسلمانو هېوادونو وګړو ته پر ورتګ دې هېواد ته د پخواني ولسمشر بندیز لرې کړی دی، د کډوالو په اړه یې د ټرمپ تګلاره لغوه کړې ده، له مکسیکو سره یې د دیوال جوړولو پروژه لغوه کړه، د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو فرمان یې لغوه کړ، د اقلیم د ساتنې له نړیوال پروګرام سره بېرته یو ځای شو او دغه راز یې ګڼ نور فرمانونه هم صادر کړل.

 هغه د لوړې تر مراسمو وروسته وویل چې په امریکا کې به د یووالي، پرمختګ او رښتینې پراختیا لپاره کار کوي، هغه ټینګار وکړ چې د امریکا تاریخي او نړیوال هویت به بېرته راژوندی کوي.

جوبایډن پرون د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د افغان ولسمشر ترڅنګ د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو د مبارکۍ ترڅنګ ترې افغان ولسمشر هیله څرګنده کړې ترڅو نوموړی به د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي.