کاناډا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده

روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ولسمشر غني او د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو پرون ماښام تلیفوني خبرې کړې دي.

د ارګ له لورې په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د کاناډا لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده او ټینګار یې وکړ چې کاناډا په افغانستان له داسې سولې ملاتړ کوي چې دغه هیواد باثباته، خپلواک او د ولسواک نظام لرونکی وي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي، چې دواړو لوریو د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د کنفرانس په اړه چې د فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، هم بحث او خبرې وکړې.

د خبر پاڼې په وینا، چې ولسمشر غني او د کاناډا لومړي وزیر ټروډو همدا راز څرګنده کړه چې باید په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي، ترڅو د سولې مذاکرات مطلوبې موخې ته ورسېږي.