ولسمشر غني: تمه ده امریکا په دې سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ودریږي

روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، ولسمشر غني د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته د امریکا د واک د لیږد او لوړې مراسمو سره نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې دا د امریکا لپاره تاریخي ورځ ده او بایډن ته د امریکا د ولسمشر په توګه د بریا هیله کوي.

ولسمشر غني په همدې موخه په یوه ټوېټ پیغام هغه زیاته کړې چې افغانستان له کلونو راهیسې په جګړو کې دی، ډېر وخت د امریکا تر څنګ درېدلی او اوس د امریکا د نوي حکومت له مشرتابه دا تمه کېږي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي. 

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې د بایډن په راتګ سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیل شي او دا اړیکې به لا پراخې او پیاوړې شي.

د امریکا نوي ټاکل شوې ولسمشر جوبایډن پرون د متحده ایالاتو د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د یاد هېواد د چارو واګې ور وسپارل شوې.