روهي (څلورنۍ/۱ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کابل کې د امريکا شارژدافير او د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي.
د ولسمشر ماڼۍ په خبر پاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ګلخانې مانۍ کې وشوه او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
همداراز دواړو لوریو د افغانستان سولې پروسې، جینوا کنفرانس د تعهداتو او د امریکا متحدو ایالتونو نوي حکومت سره چې سبا به رسماً خپل کار پیل کړې د افغانستان د اړیکو په اړه مفصل بحث وشو."
وروستي