قريشي: پوره باور لرم چې د امريکا هېڅ حکومت پاکستان له پامه نه غورځوي 

روهي (څلورنۍ۱ د سلواغې)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هيله لري چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو نوی حکومت به پاکستان سره ښې د ملګرتيا اړيکې ولري. 

د جوبايډن د لوړې له مراسمو يوازې يوه ورځ وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير په خپلو څرګندونو کې ويلي دي، چې د امريکا هر حکومت ته پاکستان مهم ارزښت لري او له پامه يې نه غورځوي. 

قريشي هيله ښوودلې ده چې جوبايډن به د پاکستان او سويلي اسيا لپاره ځانګړې کړنلاره ولري او د کشمير په مساله کې به د پاکستان لاس نېوی وکړي. 

شاه محمود قريشي ويلي دي چې د امريکا په شمول د نړۍ هېوادونه په دې پوهيږي چې پاکستان په سيمه کې د ژور اغېز لرونکی او يو مهم هېواد دی؛ سياسي، ډپلماټيکي او اقتصادي؛ دوه او څو اړخيزې اړيکې  هم د پاکستان او هم د نورو هېوادونو په ګټه دي.