.jpg)
روهي (څلورنۍ/۱ د سلواغې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح يو ځل بيا د طالبانو له خوا د تاوتريخوالی د زياتېدو ويلي دي. صالح د هدفي وژنو مسووليت د طالبانو په غاړه اچولی دی.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې که چېرې طالبان تاوتريخوالی کم نه کړي نو د سولې خبرو راتلونکې اجنډا کې د بنديانو د خلاصون پر ځای به د بنديانو د اعدام پر موضوع خبرې کيږي.
له بلې خوا طالبانو د وروستيو هدفي وژنو مسووليت نه دی اخېستی او له وړاندې يې د ولسمشر لومړي مرستيال ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې کسان يې اعدام شي، نو دوی به چوپ پاتې نه شي.
امرالله صالح د کابل د امنيتي وضعيت په اړه د سهار شپږ نيمو بجو په ۸۲مې ناستې کې لېکلي دي، چې د جنايي او نور پېښو کې هر جسد بايد د عدليي طب او ملي امنيت له خوا و پلټل شي ترڅو له دې لارې وکولی شو، چې مجرمين يې پيدا کړو.