د امریکا نوی حکومت وایي له طالبانو سره شوی تړون به له سره وارزوي

روهي (څلور نۍ/۱ د سلواغه)، د امریکا د نوي جوړېدونکي حکومت د بهرنیو چارو وزارت نومول شوی وزیر وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون په دقیقه توګه ارزول کېږي.

آنتون بلینکن امریکایي سناتورانو ته د خبرو پر مهال ویلي تر دې دمه ددغه تړون له جزیاتو په بشپړه توګه نه دی خبر. 

دده په وینا دغه تړون به په دقیقه توګه ارزول کېږي او تر هغه وروسته به یې په اړه د بایډن حکومت دریځ خپلوي. 

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا له افغانستان وځي، په دې هېواد کې به خپله اوږده جګړه پای ته رسوي خو تر څنګ به یې هر څه ته په دقیقه توګه ګوري او ټول مسایل به په هر اړخیزه توګه ارزوي. 

د بایډن د حکومت مهم غړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ هم له امریکا ددغه تړون د ساتلو او پر هغه د عمل کولو غوښتنه کړې وه.