له جوبايډن د طالبانو په اړه د افغانستان د مشرانو جرګې غوښتنه

روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د مشراو جرګې ځيني غړي په دې باور دي چې که چېرې امريکا د خپلو ګتو تر څنګ د افغانانو ملاتړ وکړي او په رېښتنې مانا د جګړې ختمېدل وغواړي، نو لېرې نه ده چې افغانستان کې به جګړه پای ته ورسيږي. 

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار د متحدو ايالتو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن غوښتي دي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ شوي امنيتي تړون دې پلی او پرې ژمن دې پاتې شي. 

د يادې جرګې يوې غړې انارکلي هنریار ويلي دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تېرې فيبرورۍ مياشت کې د دوحې شوې هوکړه نقض شوې ده او له سره بيا کتنې ته اړتيا لري. 

سناتورانو د طالبانو او امريکا ترمنځ د هوکړې د بيا کتنې ترڅنګ د متحدو ايالتو له نوي ولسمشر غوښتي دي چې د افغانستان لپاره خپله نوې سټراټېژي اعلان او همدا ډول نورې شوې هوکړې او تړونونه په رېښتنې ډول پلي کړي. 

د مشرانو جرګې ځينو غړو دا هم ويلي دي چې د امريکا تېر حکومت په افغانستان کې دوه ګوني سياستونه کول او جوبايډن بايد په رېښتنې مانا د افغان حکومت او ولس ملاتړ وکړي. 

د يادونې ده چې سبا ته به جوبايډن د متحدو ايالتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.