مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي هېواد یې د افغان سولې خبرو کې رغنده او اسانچاری رول لوبولی دی. 

دغه جګپوړي پاکستاني ډیپلوماټ بي بي سي سره په ځانکړی مرکه کې ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د دوحې روانو خبرو کې پرمختګ وشي او پایله کې یې ټول شموله سیاسي هوکړه ترلاسه شي. 

منصور خان وايي هېواد یې په افغانستان کې له ټولو اړخونو سره اړیکه کې دی او د طالبانو له مرکچي کوونکي ټیم څخه چې په وروستیو کې یې پاکستان ته سفر کړی و، غوښتي چې یوې سیاسي حل لارې د موندنې سیاسي هلو ځلو ته دوام وکړي او د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅه وکړي.