وردګ مه لیکئ قهرجنو لاریونوالو د بریښنایي پیژند پاڼو دفتر وتړه

روهي ( دوه نۍ / ۲۹ د مرغومي)، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې سلګونو لاریونوالو  د برېښنایي پېژند پاڼو دفتر وتاړه.

د میدان وردګو ولایت د شپږو(مرکز میدان ښار، نرخ، جلریز، لومړۍ حصه بهسود، مرکز بهسود او دایمیردادو) ولسوالیو اداري واحدونو اوسیدونکو نن له غرمې وړاندې د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې د بریښنایي پېژند پاڼو دفتر تر هغه وروسته د مراجعینو پر مخ وتاړه، چې په پېژند پاڼو کې د ولایت د بشپړ نوم پر ځای یوازې د ولایت نوم (وردګ) لیکل کیږي.

. دوی غوښته کوي، تر څو چې په پېژند پاڼو او ټولو رسمي ادارو او سنادو کې د ولایت بشپړ نوم( میدان وردګ) و نه لیکل شي، دوی به خپلو لاریونونو ته ادامه ورکوي او د یاد دفتر تر مخې به د تحصن خیمه ووهي.