
روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو (PDM) په دې هېواد کې د لومړي وزیر عمران خان خلاف د سختو اعتراضونو خبرداری ورکړی.
د پاکستان د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ائتلاف چې ۹ سیاسي ګوندونه په کې شامل دي، په ټول پاکستان کې د حکومت پرضد د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی او په وینا یې تر هغه به یاد اعتراضونه دوام ومومي چې ترڅو لومړی وزیر عمران خان له څوکۍ نه وي ایسته شوی.
په پاکستان کې د حکومت ضد ګوندونه او اعتراضونو برخوال تور پورې کوي، چې عمران خان د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې د پاکستان د ځواکمن پوځ په مرسته په جعلي رایو واک ته رسول شوی او باید ژر تر ژره استعفا ورکړي.
د دوی په وینا د پاکستان پوځ د حکومت په ولسي چارو او ادارو کې مداخله کوي، پر ازادو رسنیو یې محدودیتونه لګولي او په هېواد کې د مدني ازادیو د سانسور هڅه کوي، خو لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان پوځ دا تورونه رد کړي دي.