خپلو پوځيانو ته د دوستم امر: د لیوانو غوندې په کورونو دننه شئ؛ ديوالونه چپه کړئ

روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د ولسمشر پخوانی مرستیال عبدالرشید دوستم د فاریاب ولسوالۍ قره قول ولسوالۍ ته تللی او وايي چې د طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات کوي.
 
عبدالرشید دوستم چې اوس مهال حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري، د شپې پرمهال قره قول ولسوالۍ کې خپلو کسانو ته د طالبانو د ځپلو وايي.
 
په يو ويډيو پيغام کې عبدالرشید دوستم ويلي، "کورونو ته دننه شئ، ديوالونه سوري کړئ، داسې يې وځپئ چې يوه مرمۍ مو هم خطا لاړه نشي."
 
طالبانو تر اوسه د دغه بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو عبدالرشید دوستم په تیرو کالونو کې هم د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی او د ځينو ځايي خلکو شکایت دا وو، چې د دوستم کسان د طالبانو په نوم د ولسي خلکو د ځورنې لامل کيږي.