افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د لاجورد لارې پر لا پراختیا خبرې کړې دي

روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان ترمنځ د غځیدلې لارې لاجورد د پراختیا په اړه ددې دریو هېوادونو ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د یادو هېوادونو ترمنځ د لاجورد لارې د تېریدو او پراختیا په اړه غونډه کړې او ددې لارې د لا پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي ترڅو په دې لار د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې ختمې او خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

لاجورد لار چې د افغانستان لپاره مهمه سوداګریزه لار بلل کیږي افغانستان له ترکیې او اروپا سره نښلوي خو ویل کېږي چې لا هم د ځینو ستونزو له امله پرې ترانزیت او سوداګري نه ده پېل شوې.