د ولسي جرګې غړي وایي ایران په هرات کې د ۲۲ خطرناکو ډلو ملاتړ کوي

روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د هرات د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته د ولسي جرګې تللی پلاوی وايي چې شاوخوا ۲۳۰ وسله وال ګروپونه په دې ولایت کې فعالیت کوي چې ډېرو ملاتړ یې له بهرنیو هېوادونو کیږي.

د یاد پلاوي په وینا چې له دې ډلې ۲۲ ګروپونه چې تر نورو خطرناک دي ددې ولایت په جنوبي پولو کې د ایران له لوري په مستقیمه توګه حمایه کېږي او د هرات په ښار او ولسوالیو کې ناامنۍ جوړوي. 

د ولسي جرګې دغه پلاوي ویلي دوی په دې اړه کافي اسناد لري او ډاډه دي چې په هرات ښار کې هدفي بریدونه، سړي تښتونې، جګړې او نور ورانکار فعالیتونو ددغه ډلو له لوري ترسره کېږي.

د هرات والي بیا وایي په هېواد کې ټولې وسله والې ډلې د بهرنیو هېوادونو له ملاتړه برخمنې دي خو په وینا یې دوی په ګڼو سیمو کې د ترهګرو پر وړاندې عملیات ترسره کوي او تر ټولو ستره ستونزه یې هم د سرتېرو کموالی دی چې په دې برخه کې یې هم هڅې پيل کړې دي.