راتلونکې اونۍ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيليږي

روهي (دوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ (د جنوري ۲۲مه) د هېواد په کندهار، ننګرهار او خوست ولايتونو کې د کورني کرکټ په اډانه کې دريمه درجه (Grade lll) ولايتي سيالۍ پيل کړي.

د افغانستان د کورني کرکټ څانګې مدير احسان الله عبید په دې تړاو وايي، په دغه ټورنمنټ کې به د  شل ولایتونو هغه لوبډلې چې په ۲۰۲۰ز کال کې يې د انټر کلب لوبې کړې وې، په پنځو ګروپونو کې د يو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي چې په پایله کې به یې له هرې ډلې يا ګروپ، دوه لوبډلې د (دویمه درجه ولايتي) سياليو ته لاره بيامومي.

د یادونې وړ ده چې د يادو سياليو غوره لوبډلي به په دويم  پړاو کې د کندهار، میدان وردګ، هلمند، پکتیا، بلخ او کندز لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

باید وویل شي چې دغه سيالۍ د روانې جنوري میاشتې په ۲۲مه پیل او د راتلونکې فبروري مياشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي.