ننګرهار کې د د دریو ټولیو ۴۵۳ تنه محلي پولیس سیمه اییزې اردو ته جذب  او فارغ شول

روهي ( دوه نۍ / ۲۹ د مرغومي)، د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په ښوونیز مرکز کې د ننګرهار ولایت د کوټ، دوربابا او اچین ولسواليو د درې ټولیو ۴۳۵ تنه له سیمه اییزو پولیسو څخه د سيمه ييزې اردو په تشکیل کې جذب شوي وو، تر دوه مياشتو نظري اوعملي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او د امنیت تامینولو په موخه یادو سیمو ته واستول شول.
 
 
د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالجبار وفا وویل، دغه منسوبين د محلي پولیسو له تشکیل څخه سیمه اییزي اردو ته جذب شوي او د دوه میاشتو په موده کی مسلکي، عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي دي، چې نن رسما فارغ او خپلو دندو ته به واستول شي.