صالح ته د طالبانو غبرګون:

روهي ( دوه نۍ / ۲۹ د مرغومي)، قطر کې له اوږده ځنډ وروسته د جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو تر منځ  د مذاکراتو پر راتلونکو پړاوونو ناسته شوې.
 
امرالله صالح ویلي په لویو ښارونو کې د قتل د کچې د لوړوالي اصلي لامل طالبان دی،  دوی هر ډول جنایت تر سره کړي بښل کیږي او فکر کو  چې بیا هم بښل کیږي خو د اوسني امنیتي وضعیت او ستونزو د حل یوه لاره د طالب بندیانو اعدامول دي.
 
طالبان امرالله صالح ته غبرګون کې ویلي که بندیان اعدامېږي موږ هم بدیلې لارې لرو.
 
 
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سی سره ځانګړو خبرو کې وویل: "بندیان ځانګړي حقونه لري، د هغوی حقونه مالوم دي او سیاسي بندیان او د جنګ بندیان څوک اعدامولی نه شي، که څوک یې اعدام کړي موږ هم بدیلې لارې لرو پخوا مو هم ورته ښودلې چې په څومره درنه بیه ورته پرېوځي. "
 
خلک افغانستان کې روان وضیعت د اندیښنې وړ بولي.
 
اخوا په کابل کې ګڼو چارواکو او اروپایې ټولنې ترڅنګ د امریکا سفیر ویلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ یې کړی.
 
خلک هم د سولې دوهم پړاو خبرو په اړه هیله مند نه دي ځکه چې هیواد کې ورځ تر بلې تاوتریخوالی زیات کیږي او د روان ګونګ وضیعت په اړه اندیښمن دي.
 
نن سهار هم کابل کې د مخابراتو وزارت په چارواکو چسپکي ماین چاودنه شوي خو د کابل امنیتي مسولینو په خبره چې مرګ ژوبله نه لري.