ډاکټر عبدالله وایي چې د سولې مرکچي ډله د خبرو د چټک پرمختګ په هڅه کې ده

روهي (دوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې د افعانستان مرکچي ډله هڅه کوي ترڅو له طالبانو سره ژر د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي.

ډاکټر عبدالله یادې څرګندونې پرون په کابل کې د میشتو د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سفیرانو او استازو  سره د سولې پروسې ملاتړ او اجماع پیاوړي کولو تر عنوان لاندې دوهمه مجازی ناسته کې کړي چې د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ په موخه را بلل شوې وه.

نوموړي په دې تړاو زیاته کړه چې: "تر هغه ځایه چې په موږ پورې تړلې ده، یو اصل چې زموږ مرکچي پلاوی به‌ یې تعقیبوي، تر خپله وسه روانو خبرو ته د سرعت بخښل دي. البته چې ټول‌ شموله جوړجاړي ته رسېدل زموږ هدف دی."

د یادونې وړ ده چې پرون د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو په جلاجلا خبرپاڼو کې ویلې، چې نن ماښام د دواړو خواوو مرکچي ډلو د مشرانو او د هیئت د څو غړو ترمنځ ناسته ترسره شوې، چې په دې ناسته کې د اجنډا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې شوي.