روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو شارژدفير راس ویلسون په ټوېټر کابل کې د دوه ښځينه قاضيانو وژل کېدل غندلي دي. نوموړي د دغه پېښې مسووليت د طالبانو په غاړه اچولی دی.
راس ویلسون پر طالبانو غږ کړی دی چې هغه کړنې چې مسووليت يې تاسې ته ګرځي، نړۍ يې په غوسه کړې ده او په دې پار چې افغانستان سولې ته ورسيږ، داسې کړنې بايد بس کړئ.
د کابل ښار تايمني سيمه کې نن ورځ د سترې محکمې پر ښځينه قاضيانو ناپېژانده وسله والو بريد وکړ چې په پايله کې دوه قاضیانې وژل شوې او دوه نورې ټپيان دي.
طالبانو د دغه پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم تر اوسه په کابل کې د متحدو ايالتو شارژدفير (راس ویلسون) د ټوېټ څرګندونو ته کوم غبرګون ښوودلی.
وروستي