د زندان رئيس يې تښتولی خو اوس دوی زندان ته واچول شول؛ هرات کې د انسان تښتونکو پنځه کسيزه ډله نېول شوې 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د لوېدېځ هرات ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ګذره ولسوالۍ کې يې د انسان تښتونکو يوه پنځه کسيزه ډله نېولې ده. يادو کسان د انسان تښتونې په څو پېښو کې لاس درلود. 

دغه ډلې څه وخت وړاندې د هرات ولايت د زندان رئيس هم تښتولی وو. امنيتي مسوولينو ويلي دي چې دغه کسان يې د هرات ولايت، ګذره ولسوالۍ په سیاوشان نومي کلي کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نن ورځ نېولي. 

د هرات د زندان رئيس امرالله نورزي رسنيو ته ويلي دي چې دغه ډله کې ځيني کسان د ده ګاونډيان دي، دی يې تښتولی او بيا يې د لس مېلېونه افغانيو په بدل کې خوشی کړ. نورزي ويلي چې د انسان تښتونکو ترمنځ د پيسو د وېش پر سره شخړه شوې او په همدې اساس رسوا شوي. 

دغه انسان تښتونکو ويلي دي چې دوی تر اوسه درې ډولې جنايي کړنې تر سره کړې دي. د هرات ولايتي اداره وايي چې دغه بانډ اته کسيز دی چې پنځه غړي يې ونېول شول او د درېيو نورو د نېونې هڅې يې روانې دي.