روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، نن سهار د کابل ښار تايمني سيمې په لسم سړک کې د سترې محکمې پر ښځينه قاضيانو ناپېژنداه وسله والو بريد وکړ، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوې او دوه نورې ټپيان دي.
ولسمشر مانۍ دا بريد غندلی دی، له ارګ په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "جمهوررئیس غني اړوندو مسوولینو ته د دغې پېښې د عاملینو د تعقیب او مجازاتو په اړه د جدي لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي."
د خبرپاڼې په يوې بلې برخې کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو غواړي چې زور، ترور، وحشت او جنایت د ستونزو حل نه دی او په هیواد کې روان ناورین او جګړه لا سختوي او اوږدوي، نو د دایمي اوربند په منلو سره د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیئ."
وروستي