کډوالو چارو وزارت: د کرونا له وجې ایران ۸۵۰ زره افغان مهاجر بیرته افغانستان ته لیږلي

روهي ( یوه نۍ / ۲۸ د مرغومي)، د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت په حواله په تیر میلادي کال کي ۸۵۰ زره افغان مهاجر له ایران څخه افغانستان ته استول شوي. ددې کار علت په ایران کي د کرونا د ویروس ډیر خپریدل او بیکاري په گوته شوي.
 
د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت ویاند محمد رضا باهر وایي چي د ۱۳۹۹ م کال په پسرلي کي خپل اوج ته د کرونا د ویروس تر رسیدو وروسته، هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته استول شوي.
باهر وایي چې دغه بهیر په راوروسته میاشتو کي که څه هم یوڅه کرار شو خو بیا یې هم ادامه درلوده. محمد رضا باهر د شنبې په ورځ د ایرنا خبري آژانس ته ویلي چي د ۲۰۲۰ م کال تر پایه څه ناڅه ۸۵۰ زره افغان مهاجر افغانستان ته ستانه شوي دي.
 
په ایران کي په کرونا باندي د اخته کیدو له امله اندیښنه او په دغه هیواد کي د کسب و کار دریدل، افغانستان ته د مهاجرو د بیرته استولو اصلي دلیل بلل کیږي.
 
د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت وایي چي په اوس وخت کي هره ورځ له ایران څخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغان مهاجر د نیمروز له لاري هرات ته ستنیږي.