د BBC اردو څانګې په پاکستان کې د (آج) پر تلویزیوني شبکه د خپلو خپرونو خپرول بند کړي



روهي (یوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د BBC اردو څانګې له هغه وروسته د پاکستان AAJ نیوز کې د خپل خبري پروګرام نشریدل پای ته ورسول چې په وینا، یې یاد تلویزیون یې په خپرونه کې لاسوهنه کوله.

د بي بي سي نړیوال سرویس مشر جمي اینګس په دې اړه ویلې،  "موږ د 2020 اکتوبر راهیسې زموږ په خپرونو کې لاسوهنې تجربه کړې او بیا مو AAJ تلویزیون ته پوره وخت ورکړ چې خپرونه بېرته له لاس وهنې نشر کړي خو هغوی دا کار ونکړ".

د نوموړي په خبره چې په پروګرامونو کې د لاس وهنې وروسته زمونږ د لیدونکو د باور فضا له منځه ځي چې بي بي سي پرته له دې چې په سمدستي ډول دا شراکت پای ته ورسوي بله لاره نه درلوده."

د یادونې وړ ده، چې بي بي سي له تېر ۲۰۱۵ کال  راهیسې په AAJ تلویزیون کې خپل نیم ساعت خبري خپرونه پرمخ وړه.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ