په ایران کې د یورانیمو د غني کولو بهیر د ځینو اروپايي هېوادونو اندېښنه پارولې ده

روهي (یوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، په ایران کې د یورانیمو د غني کولو بهیر وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې برېتانیا، المان او فرانسې ویلې، چې د یورانیمو دغه ډول یوازې په نظامي مواردو کې کارول کېږي. 

تازه یادو هېوادونو څرګنده کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي تړون ملاتړ کوي خو د ایران لخوا د فلزي یورانیمو غني کول له دې تړون سره په ټکر دي.

یاد هېوادونه وایي، چې د ایران لخوا د ډول یورانیمو غني کول د سوله ییزې کارونې په موخه نه بلکې دا له دې تړون سر غړونه ده.
خو ایران وایي دا فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.